دلوګرښوونځیوترمنځ دفوټبال سیالۍ پیل شوې

دفوټبال دڅلوروغوره ټیم لوبو؛ پیل دلوګرښوونځیو ترمنځ نن دوږې په دویمه پیل شوې. دغه دفوټبال لوبه دغوره پیژندل شوو څیرولوبغاړو؛ په موخه دکوچیانو ښوونځي په ورزشي لوبغالې کې په لار واچول شوه.

logar-news-1

نثاراحمد (نوري) دلوګردپوهنې ریاست دبدني روزنې مسؤل لوګراونیزې خبریال ته وویل:

ددې لوبې موخه په دې ولایت کې د فوټبال لوبو دپراختیا او ودې او همدارنګه دغوره لوبغاړوپیژندل يي په ګوته کړل. نوري زیاته کړه،دغه لوبه به درې ورځې دوام وکړي، چې په ورځ کې به یوه لوبه په لار واچول شي. دفوټبال دلوبې په لومړۍ ورځ دبره کي برک ولسوالۍ ټیم دمحمدآغې ولسوالۍ ټیم پر وړاندې سیالۍ په لار واچوله، چې په پیاله کې دوه پر یوو؛ لوبه د بره کي برک ولسوالي پر ګټه پای ته ورسیده.

دپوهنې ریاست دبدني او روزنې مسؤل وايي: چې دغه څلور غوره ټیم د لوګرله دوه دیرشو ټیمونواو تکړه لوبغاړوڅخه غوره شویدي، چې په دو راتلونکو ورځوکې به داتلولۍ ټیم وپیژندل شي. دغه لوبه په داسې حال کې په لاراچول کیږي، چې زیاتره دفوټبال مینه وال په لوګرولایت کې د سپورټي میدان (لوبغالو) او دامکاناتو په نشتون تل نیوکې کوي.

logar-news-2

شیرمحمد(ستانکزی)

نوشتن دیدگاه


Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn