ادبي هڅوته کاراو دفرهنګ ودې ته لازمه پاملرنه

دهیواد ادبي هڅو او غورځنګونوته ورځ تر ورځې زیاته پاملرنه کیږي، داچې ادب خاوندان تل دا هڅه کوي، چې خپلوادبي مبارزو ته ترکومه حده دوام ورکړي ،د ژوندچاپیریال د رڼا اوبریا لورې ته وهڅوي او ادبي لاسته راوړنو ته قوت وروبښي. ادبي خوځښتونه؛ لکه لیکنې، لوستنې، خلکوته دمعلوماتو لیږد د رسنیو له لارې او همدارنګه په ادبي ناستوکې لکه شعري، نثري او ادبي بحثونه په لاره اچول دي. په اوسني وخت کې دادب خاوند تل هڅه کوی، پروخت هغه کره معلومات د ادب مینه والوته؛ د ډله ئیزو رسنیو له لارې ورسوئ، چې زیاتره ادبي معلومات پر هغو مسائلو باندې سرخې، کوم چې دیوې ټولنې ورځنۍ څرنګوالې ( وضعیت) ته په کتو ګوتنیوی کیږي. هماغه ده، چې داصلي موقف یعنې داړوندې مسئلو؛ کسان پام يی دټولنې لورې ته اوړي. ادبي هڅې چې نن مونږ وینو ترکومه بریده په چاپي،

غږیزې (سمعي) او لیدیز(بصري) خپرونې په هیوادکې خپریږي. داهم په ادبي سترو لاسته راوړنو کې خورا مهم ګڼل کیږي . فرهنګ دټولنې معنوي شتمنۍ ده، چې ټولنه پرهغه ولاړه او دژوند رسوم اوعنعنات ورباندې سرته رسول کیږي. ځکه ټولنه دفرهنګ په شتون ژوندۍ دی، هغه ټولنه چې فرهنګ اوکلتور ونه لري، تل په ویره، وحشت اوبربریت کې ژوند کوي، هیڅکله به مخ پر وړاندې لاړه نشي. مونږ هغه ډله ئیزې رسنۍ وینو چې دپردیو فرهنګ ته څومره پاملرنه کوي او هغه ملي افغاني فرهنګ ته څومره تاوان رسوي. هرهغه څوک چې دپردیوهیوادونوفرهنګ او کلتورپه یوه سمه ټولنه کې دود او رواجولو غوښتنه کوي، په حقیقت کې خپلو ملي شتمنیو ته په بده سترګه کتل اوهغه دپښولاندې کول دي. افغانستان چې یو اسلامي هیواد دی، دافغاني فرهنګ په ساتلو او وده کې هڅه وشي، چې خپل فرهنګ دپردیو هیوادونو لخوا کوم صدمه ونه ویني او چاته اجازه هم ورنه کړل شي، ترڅو زمونږ ملي او افغاني فرهنګ ته تاوان ورسوي او دنورو هیوادونو فرهنګ دلته دوداو رواج يي کړي. ، ځکه د همدې لارې د فرهنګ ډګر پیاوړې کیږي، اړینه خبره اوسنيو ځوانانو او د ډله ئیزو رسنیو له مسؤلینوته داده، چې د خپل اسلامي اوملي فرهنګ په وده کې هڅه وکړئ، په رسنیوکې د افغاني اصل فرهنګ ته په رښتونولي توګه زیاته پاملرنه وشي. په ځانګړې توګه په هیواد کې د تلویزیوني چینلونه دپردي هیوادونو سریالونو، موسیقي او نورې خپرونې څومره زیاتې شویدي، دهغوپه ځای افغاني اصیل فرهنګ ته ځای ورکړل شي، نودغه سریالونه او موسیقي زمونږ په نوې نسل اوتردې چې زمونږدهیواد په ټولنیزواواقتصادي مسایلو باندې څومره بده اغیزه کړیدی. ګوروچې زمونږ په خوښیواو خوشحالیومحفیلوکې له حده زیات لګښت لګول کیږي، زمونږ دخوشحالیو او غمیزو ورځې لمانځل په کوم ډول او همدارنګه هغه ورځو لمانځل چې زمونږ په اسلامي اوملي فرهنګ کې شتون نلري سرته رسول کیږي، چې لامل يي دبهرڅخه پلي شوې رواجونه او دودونه دي. ددې کار دمخنوي لپاره داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ستره دنده ده اوهڅه دوکړي، دفرهنګ په وده اوپیاوړتیا کې داسې ملي طرحه او تګ لاره جوړه کړئ، چې زمونږ هیوادوالو لپاره دمنلو وړ اوزمونږ دفرهنګ په ساتلو او پراختیا کې اغیزمن تمام شي. دتلویزیوني اونوروخپرونو، څارنه او ارزونه وخت پروخت وشي. د ډله ئیزو رسنیو له قانون خلاف خپرونې د جریمه اویا دعدلي اوقضايي اداروته معرفي کړل شي ، ټولې رسنۍ دخپرولو مهال ویش داسې تنظیم او جوړ کړي، چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په تائید اومنظورۍ خپرونې وکړي. په دې اړه دټولني هروګړې ته پکار دي، چې دناوړو اوبې ځایه فرهنګ څخه مخنیوی وکړي، ځان په اصیل افغاني فرهنګ سمبال او ټولنه سمې لورې وهڅوي. دیوځلانده، آباد، سمسور اوتل پاتې سولې افغانستان په هیله.

لیکونکی : شیرمحمد «ستانکزی»

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn