په لوګر کې د مرکز پل علم د پاکولو حشر تر سره شو

په لوګرکې دچاپیریال ساتنې د نړۍ والې ورځې په وياړ د ښار پاکولو حشر وشو.دغه یو ورځنی حشرنن دوږې په ۹مه دلوګردچاپیریال ساتنې ریاست او دښاروالي ریاست لخوا او دکلیواوپراخیتا ریاست دملي ثبات پروګرام په مرسته دښاردپاکولوپه موخه په لارواچول شو.

news140901 1

دلوګردچاپیریال ساتنې ریاست دڅارنې او ارزونې کارپوه حزب الله زمونږخبریال ته وویل:« په دغه ګډ حشر کې له سلوتنوڅخه زیات ځوانانو، چې په کې دښوونځیو زده کوونکي، د دارالمعلیمین زده کړیالان او دولتي

مامورین ګډون کړي ؤ.»حزب الله زیاته کړه، په دغه حشر کې دښارهغه سیمې دناپاکواوککړو توکولکه پلاستیکونو، داوبو بوتلونو او نوروشته ناپاکوتوکوڅخه پاکې شوې .دحزب الله په خبره، دغه حشر دچاپیریال ساتنې نړۍ والې ورځې په اړه دلوګردچاپیریال ساتنې ریاست، د لوګرښاروالۍ لخوا او دثبات ملي پروګرام په مرسته په لار واچول شو.    

news140901 2

شیرمحمد (( ستانکزی))                          

نوشتن دیدگاه


Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn