په لوګرولایت کې دجګړو ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

پرون دوږې په لسمه دلوګرولایت دبره کي برک او څرخ ولسوالیودجنګ ځپلو ۲۱ تنه کورنیو سره دوړکې تجارت او مالداریو مرسته وشوه.

news-15

دلوګردکار، ټولنیزو، شهیدانو اومعلولینو رئیس طاهرشاه بلال چې دمرستو ورکولوپرمهال شتون درلود زمونږخبریال ته وویل: په دغه مرستوکې دوړکې تجارت لکه رختونه، خوراکه توکې او دمالداریو په برخه کې پسونه اوغواووې شاملې دي. بلال شاه زیاته کړه، دغه کورنیو په دې ورستیو جنګو نواودملي اردو اوائیتلافي قواووپه ګډ چاڼیزعملیاتوپه ترڅ کې زیانونه لیدلي دي، ورسره مرستې وشوې.

دطاهرشاه بلال په خبره، دغه مرسته دهمکارې موسسې (آی. آر. ډی) اود لوګردکار، ټولنیزو، شهیدانواومعلولینو ریاست په مرسته ۹ کورنیوته دمالداریوچې هرې کورنۍ ته درې سره غواوې اوپسونه او ۱۲ کورنیوته دوړوکې تجارت دهټۍ (دکان) توکومرستې ورکړل شوې.

شیرمحمد ((ستانکزی))

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn