د عاشورا او محرم ۱۰ پیغامونه!

د محرم لومړۍ نېټه د هجري قمري کال اوله میاشت ده چې محرم الحرام نومېږي او دا د درناوي، حرمت او تعظیم میاشت ده. د محرم لسمه د عاشورا (لسمه) ورځ ده. دا ورځ په افغانستان، ایران، پاکستان، هند، او عراق کې رسمي رخصتي ده.  په دغه ورځ  الله جل جلاله  موسي علیه السلام او دده پیروانو ته له خپلو دښمنانو څخه د سره رود له څېرېدو او له هغه څخه په تېرېدو نجات ورکړ، نو موسي علیه السلام د خوښۍ او شکراني په توګه روژه نیوله. دا هغه ورځ ده چې د نوح علیه السلام کښتۍ د جودي په غره کښيناسته او نجات یې و مونده، نو د شکراني په توګه نوح علیه السلام روژه و نیوله. له اسلام څخه وړاندې قریشو دا ورځ روژه نیوله.  رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دغه ورځ روژه نېولي ده. په ۶۱ هجري قمري کال د محرم په لسمه نېټه حضرت امام حسین رضی الله تعالی عنه شهید کړای شو.  دا ورځ او  په ټوله کې د محرم میاشت زموږ لپاره لاندې 10 درسونه  او پیغامونه لري:


۱.دنیکو عملونو تشویق او ترغیب او د ټولو جاهلي او ناروا دیني او سیاسي دودونو او انحرافاتو پر خلاف اواز پورته کول او عملي ګام اخیستل دي. په ځانګړي ډول له هر ډول ظلم څخه ځان او بل ساتل. هر وخت په ځانګړي توګه په دغه میاشت کې د بي ګناه انسانانو وژنه به څومره ستره ګناه وی!. څومره چې دا میاشت ستره ده، همدومره په کې ګناه او ثواب؟


۲.الله پاک ځیني میاشتي، اونۍ او ورځي مسلمانانو ته د یوه فرصت په توګه وړاندې کوي ترڅو له هغو څخه په ګټې اخیستني نیک عملونه ترسره کړي او دا د الله تعالی د رحمان او رحیم د نومونو ژوندۍ بیلګې دی. الله پاک په میاشتو کې رمضان او دمحرم میاشتي، په اونیو کې جمعه، په ورځو کې لیله القدر (دقدر شپه)، په انسانانو کې پیغمبران، په خبرو کې د الله تعالی ذکر، په ځمکو کې جوماتونه، په کتابونو کې قرآن هغه فرصتونه ګرځولي دی، ترڅو انسانان له الله تعالی څخه بخښنه وغواړي، عبادت یې وکړي او د نصوح توبه وباسي.


۳.د هغو منافقینو چې ((بي اتفاقی واچوه او حکومت وکړه)) سیاست یې خپل کړیدی، حقیقي څېره مسلمانانو ته بربنډول. ځکه په نني زمانه کې د ډېرو کسانو د سیاست ټکی او ستراتیژی همدا ده. د مسلمانانو د عقایدو د خرابولو هڅه کېږي او په عقایدو کې یې شکونو او شبهو پیداکولو ته لمن وهي.


۴.هغه کسان چې بیت المال غصب کوی، په شخصي او دولتي ځمکو یې خېټه اچولې ده، قدرت یې په یوه ځانګړي ډله/ټپله او مذهب کې را منحصر کړیدی، پر خلاف عملي پاڅون کول. سیاسي واک ته رسېدل او د زعیم ټاکنه د ملت حق ګڼل، نه د یوه شخص/کورنۍ/قوم. هرڅوک تر هر شعار لاندي چې سیاسي واک ته د ظلم او د ټوپک له لارې ځان رسول غواړي، هغه ظالمانه لاره ده.


۵.د ملت د یووالي لپاره هڅې کول او هرڅوک ولو که د یوې ښې کورنۍ څخه هم وي چې د قدرت د ساتلو لپاره وینه تویوي، ظلم کوي او غواړي چې په زوره ځان واک ته ورسوي مردود دی.


۶.له افراط او تفریط څخه په خپلو کړنو، سیاستونو او ټولنیزو هڅو کې ځان ساتل او د اعتدال لار غوره کول. حضرت علی رضی الله تعالی فرمایی: (( ډېر خلک به زما په مینه کې او ډېر کسان به زما سره په کینه کې دوزخ ته ځي)). یعني موږ له هرچا سره باید د هغه د مقام او منزلت مطابق چلند وکړو. پیغمبر د صحابي درجې ته راټیټ نه کړو او صحابي د پیغمبر درجې ته لوړ نکړو.  که د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اهل بیتو سره رښتیا مینه لرو، نو دهغوي تګلاره دا ده چې د ټولو صحابه ای کرامو باید احترام وکړو او دلته مذهبي افراطیت زموږ پر ګډو اصولو غالب نشي.


۷.دا یوه مقوله ده چې د یوه قوم قهرمان د بل قوم لپاره ظالم او یا د یوه قوم ظالم د بل قوم لپاره قهرمان دی.اما د امام حسین شهادت په ريښتیني بڼه د شهید او شهادت متفق علیه تعریف اسلامۍ نړۍ ته وړاندي کړ او دی د ټولو مسلمانانو (شیعه او سني) شهید او قهرمان دی.  دلته د کومې ځانګړې فرقي د حقانیت خبره مطرح نه ده!


۸.د هر ظالم، په ځانګړي ډول دظالم پاچا او واکمن پر وړاندې په نره د حق خبره کول ځکه ((دجابر او ظالم پاچا پر وړاندي د حق خبره کول جهاد دی)). اما دلته باید په شهید او شهادت سیاست ونه شي، بلکې موږ دهغوی ځانګړتیاوي خپلي او هغه د خپلو سیاستونو اساسي خطوط وټاکو.


۹.حق کله هم نه پټېږي،سره له دې چې ځینې ظالمې او منافقې ډلې یې د پټولو هڅه کوي ، اما د امام حسین رضی الله تعالی عنه شهادت د حق او حق اخیستلو ځانګړتیاوي، او د باطلې ډلي ځانګړتیاوي سره تفکیک کړي. حق، پیژندل او دحق اخیستلو په لاره کې که له ستونزو سره مخ کېږيو، هغه به زغمو.


۱۰. د ((عقیدي))  یا (( ازادۍ)) او ((عمل)) یا ((شهادت)) عملي مثال وړاندې کول. عقیده پرته له عمله او عمل پرته له عقیدې که مو شرعا وژغوري، اما دیانت هغه دی چې دواړه ځانګړتیاوي ولري.

لیکنه: محمد حلیم فدايي

نوشتن دیدگاه


Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn