په لوګر کې د ولایتي شورا نویو وکیلانو د لوړې مراسم ترسره کړل

په لوګر ولایت کی ولایتی شورا ته د وکیلانو دلوړی جشن په شانداره مراسمو سره نن ولمانځل شو.دلوګرولایت دنویو کلانو دلوړې په مراسموکې دلوګرولایت والي الحاج نیازمحمدامیري، دوالي مرستیال فیض محمد میزازاده، په ولسي جرګه کې دلوګرولایت استازی انجنیرصاحب خان، دلوګرداستناف محکموعمومي رییس پوهنوال نجیم حمیدی،  news 27a

دلوګرولایت دولتي مسؤلین، دلوګرولایت دسراسري شورا رییس حمیدالله فاروقي، دکابل ولایت دخلکواستازی زمرک پادخوابي، دکرکت بورډمشر شهزاده مسعود، دلوګرولایت قومی مشرانو، جهادي شخصیتونو

او ګڼ شمیر دلوګرخلکو کډون کړي ؤ. په پیل کې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري دنوموړې مراسموګډونوالوته دښه راغلاست وویلو وروسته دلوګرولایتي شورا نویو وکیلانوڅخه دښه خدمت کولو اودخلکو استازولي په میړانه توګه سرته رسولو وړاندوینه وکړه. امیري زیاته کړه، چې لوګرولس په تاسو باور کړی دي تاسوته يي رایه وکاروله، نو هرومرو تاسو دهغوی لپاره دخدمت جوګه ووسئ. وروسته حمیدالله فاروقي او شاهزاده مسعود ګډونوالوته وینا وې وکړې، دوی هریو دخپلوخبروپه ترڅ کې نوی وکیلان دې ته وهڅول، چې خپل ولس ته دخدمت لپاره لاسونه راونغاړي لوګرولایت ته پرمختګ ورکړي او ددې ولایت خلک کوموستونزواونندریو سره چې مخامخ دي دپای ټکي کیږدي او ولس هم دوکیلانوسره همکار ووسي. دنونویو وکیلانوپه استازیتوب ډاکټرعبدالولي وکیل او حاجی محمدقسیم خوشیوال ګډونوالوته خبرې وکړې او ژمنه وکړه، چې لوګر او ددغه ولایت خلکو ته به رښتینی خدمت کوي. دوی ژمنه وکړه چی دهر ډول سمتی او ژبنی تعصباتو پرته به ټولو لوګریانو ته په یوه سترګه ګوري او کار به کوي او دخلکو ستونزو ته به ښه رسیده ګی وکړي. دیادونې وړ ده، چې لوګر ولایت کی سږ کال ولایتی شورا ته (۴۰) تنو ځانونه نومولی وو، چی په دې ډله کی یی (۴) تنه میرمنی وی خو په دوی  کی دلوګر سهم (۹) تنه ؤ چی په شمیر کی یی دوه میرمنی او (۷) نارینه دی، چی دولایتی شورا څوکیو ته یی لار مندلی ده.

شیرمحمد ((ستانکزی))

شیرمحمد ((ستانکزی))

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn