په لوګرکې دبدني روزنې جمنازیم پرانسته وشوه

news 29c

دلودین خصوصي سرپټې جمنازیم دلړم په ۲۹ مه دیوې جوړه شوې غونډې پرمهال پرانستل شو، په دغه پرانسته غونډه کې دلوګرولایت   دولایتي شورا وکیل سید قریب الله سادات ، دالمپیک آمر ډاکټرعبدالولید ستانکزی، دلودین دجمنازیم مسؤل نقیب الله لودین، داطلاعاتواوفرهنګ ریاست دځوانانو عمومي مدیر محمدکاظم ابراهیم زاده، دځینی دولتي ادارو مسؤلینو، دسپورټ مینه والو او ګڼ شمیر لوبغاړو ګډون کړي ؤ.

 

دغونډې لومړی ویناوال دولایتي شورا وکیل سیدقریب الله سادات ګډون والوته دسپورټ په برخه کې وینا وکړه، هغه د ورزش په اهمیت اود سپورټ دمعلوماتو تر ورکولو وروسته په خلکو غږ وکړل چې تنها د ورزش لپاره نباید لوګري ځوانان کوښښ وکړي بلکې دپوهې ډیوې روښانه کولو په برخه کې دلازیات قوت ته زور ورکړي او خلک وهڅوي ترڅو د زده کړې فرهنګ په کلیوالي سیموکې پیاوړې کړي . بیا دلوګرولایت دالمپیک آمر ډاکټرعبدالولید ستانکزي د داسې عصري سرپټې جمنازیم په لوګرولایت کې د سپورټ په ډګرکې یوه لویه لاسته راوړنه وښودل هغه خوښي څرګنده کړه، چې دلوګرځوانانو او دسپورټ مینه والوته دلوبوکولو دځای زمینه برابره شوه. ستانکزي دیاد جمنازیم له مسؤل څخه مننه اوقدردانی وکړل، چې دسپورټ په برخه کې لازیاتې هلې ځلې کړي دي. ورپسې څوتنو نوروهم د ورزش او سپورټ په اړه ویناوې وکړې، دانسان دبدن په ساتنه او دښه روغتیا په خوندیتوب کې ورزش کول ګټور وبلل او دانسان د دماغ او ذهن په روښانتیا کې يې مهم عنصر سپورټ کول وګڼل چې باید هر وکړی ورزش وکړي. دغونډې په پای کې یوشمیر لوبغاړوته دلودین جمنازیم دمسؤل لخوا برابرشوې سوغاتونه او تحفې ورکړل شوې. نقیب الله لودین د بدني روزنې لوبغالې مسؤل دلوګراونیزې خبریال ته په خبروکې وویل: دغه سرپټې لوبغالې چې د نیم جریب ځمکې پرسر په عصري توګه رغاول شوې، مالي لګښت يي سل زره امریکايي ډالر ه کیږي. لودین زیاته کړه، زما موخه دبدني روزنې دلوبغالې په جوړولوکې دلوګریوځوانانو د سپورټ په برخه کې د پیاوړتیا اودورزش په ډګرکې د دوی دلاښه ځلیدو اوتشویقیدولامل  په ګوته کړل. دلودین په خبره، په دغه جمنازیم کې دوالیبال، فوتبال، باسکتبال ، وشوو، کرکټ، کامپتوا اوتکواندولوبې د لوبغاړو لخوا په بیلابیلو وختوکې ترسره کیدای شي. هغه په یاد لوبغالې کې دنندارچیانو دځایدو شمیر ۶۰۰ تنه وښودل. څوتنو لوبغاړې چې د لودین خصوصي لوبغالې په پرانستل کیدو ډیرخوښ اوخوشحاله بریښیدل، هغوی زمونږخبریال سره په ځانګړومرکو کې ویلي دي: چې ددې لوی او عصري جمنازیم په پرانستو سره لوګریولوبغاړوته نورهم جرئت ورکوي ترڅو په ملي اوبین المللي سپورټي سیالیوکې برخه واخلي، ځکه دوی اوس کولای شي خپلې لوبې په دې ورزشي جمنازیم کې تمرین کړي .

news 29aیاده دنه وي، چې دا لومړی سرپټې لوبغالی دی، چې په لوګرولایت کې دیو تاند او هڅاند ځوان نقیب الله لودین لخوا په شخصي لګښت جوړشویدی.

news 29b

خبرجوړونکی : شیرمحمد«ستانکزی»

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn