په لوګر کې ۳۴ بیلابیلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ۵۰۷۲۰۱۱۱ افغانیو په لګښت ۳۴ بیلا بیلې ټولګټې پروژې؛ چې چارې یې بشپړې شوې وې، دلیندۍ په ۵ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغوپرانستو پروژوکې دلوګردمقام ، دکلیواوپراختیا ریاست استازو، دملي پیوستون دولایتي دفتر مشرانجنیر ظفرخان، دولایتي شورا غړی سیدقریب الله سادات او دهمکارې موسسې کارکونکوبرخه اخیسته وه.

 news 30a

د لوګردملي پیوستون مشر انجنیرظفرخان لوګرجریدې خبریال ته وویل: د ۲۰کلیوشوراګانو هغه ۳۴ پروژې چې چارې یې د دریوکلونو په موده کې بشپړې شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ظفرخان زیاته کړه، دغه پروژې چې پلچکونه، د لارو او کوڅو جوړول، د څښاک د اوبو کوهیان، د جرګو تالارونه، محافظوي او استنادي دېوالونه، کوچني کانالونه

 

، دښاري برښنا پروژه او ځینې نورې په کې شاملې دي د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په ۲۰ کلیو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د ملي پیوستون د پروګرام او د ولسونو په مالي لګښت تطبیق او سرته رسیدلي چې ۸۶۶۹کورنۍ له ګټوڅخه يي برخمن شوي دي.دانجنیرظفرخان په خبره، د پورته ذکر شوي رقم څخه یې ۴۵۳۴۵۹۹۶ افغانۍ د ملي پیوستون د پروګرام له لارې لګول شوي او ۵۳۷۴۱۱۵افغانۍ د ولسونو ونډه ده ، چې په یادو پروژو کې یې لګولي دي. په نوموړو کلیوکې دملي پیوستون دپروژوپه تظبیق کې خلکو دلوګرجریدې خبریال سره په ځانګړې مرکوکې یادې پروژې دخلکو دژوند په هوساینې اوآسانتیا کې ګټورې وښودې. دوی همدا راز دنورو پروژو غوښتنه کوله، چې باید دولت نورسهولتونه کلیوالو ته آماده کړي. ترڅودخلکو په ژوندانه کې مثبت بدلون راولي. ځوانانو دملي پیوستون دکارنه هم خوښي څرګندوله، دوی په دولت غږ وکړل، چې ورته پراختیايي اوبنسټیزې پروژې په کلیوکې پیاده کړي، تردې چې یولوربه د کلیوالو لپاره ارزښتمنې اوبل لور هغه ځوانان چې بیکاره دي ورته دکارکولوزمینه برابره شي.یاده دنه وي، چې د۳۴پروژو دګټې اخیستنې هغه ستاینلیکونه دملي پیوستون دپروګرام له لورې ورکړل شول، کوم چې په کلیوکې پروژې په ښه توګه تطبیق شوي دي.

شیرمحمد ((ستانکزی))

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn