دنومیالي اواتلانوپه ویرکې

له نن څخه لس کاله مخکې دهیوادسترعالم، سیاست پوه، ادیب اوڅیړونکی ژبپوه علامه پوهاندعبدالشکوررشاد ددې فانی نړۍ څخه د ابدی په خوب بیده شو. روح یې آسمان ته والوت اوژوندیې پاتی خلکوته وسپارل. داروښاداکاډمیسین علامه پوهاندعبدالشکور رشاد د دردناکې مړینې له کبله دادب دبڼ مرغان، دځنګل ښکلې طوطیان، دغرونوښاپیرایان اود رغونوانسانان دویرپه نغمویې دشپانه دشپیلۍ غږپه بندیدو، دلیلی اومجنون دبیلیدو، دځمکې په لړزیدو، دمینې اوعشق دتارپه شلیدوسره دبشریت اوانسانیت په کرامت کې دماتم نارې اود ویرترانې په خپریدودننګیالیواواتلانوداوښکوپه تیدودځمکې پرسرداوبوپه بهیدواودافغان فرهنګپالو ته لویه تشې سره؛

دپوهاند رشادپه فناکیدوافغانان یې وځپل. پوهاند رشادصاحب دهیوادتکړه سیاست پوه، څیړونکی ژبپوه، ادیب، ښوونکی، خوږژبی شاعراودافغانانودسرتاج ؤ. دپښتوادب نومیالی اوځلانده ستوری یې په آسمان کې ځلولی ؤ، دنومیالیوشخصیتونویوژوندی یادګار ؤ. دافغانی کلتوراوفرهنګ یوه بیلګه دشمله ورو؛ ورستۍ تکیه وه. استاد پوهاند رشاد دهیواد یوه عظیمه هستۍ وه اودنیستۍ پرخلاف پوهنیزه مبارزه یی کوله. دهیوادپه ګوټ ګوټ کې یې ډیر زده کوونکې اوزد کړیالان روزلی، دعلم اوفرهنګ مکتبونه یې پرانستی، دملی روغی اوجوړې په اړه زیارونه اوهڅونی یې ګاللی ؤ، په خلکوکې د ورورولی صمیمی زړونوته یې دمینی اومحبت پیوندونه ورکړی ؤ، مینه اوعشق یې دژوندښکلاګڼلی، دادب په لارکې خپل ځان ستی کړی ؤ، دوطن په ساتنه کې مبارزې یې کړی وې، حال داچې دژوندانه په چاروکې دخلکو د هرمرض لپاره طبیب اودرمل ؤ. لکه چې په پښتنوکې یومتل دود  دی چې وایې: ( سل د ومره، یودی مه مره) په رښتیاچې دافغان ولس لپاره دادب دګلونواود ژوندون په ډګرکې یوستره ضایعه ددې دمړینې په اړه ګڼل کیږی.

 

په دی تړاؤ یوشاعروایې:

چې پیداشوی تاژړل خلکوخنداکړه

هسی مړشه چې ته خاندی خلک ژاړی

څرنګه چې په پورته کې یادونه وشوه، نن دهرافغان په کورکې دویراوماتم ټغرغوړیدلی او د ارواښادعلامه پوهاند رشادصاحب  یادونه کوی، چې ورڅخه ډیرې کارنامې اوبرنامې پاتی دی.

خاونده! دادڅه راسره وکړو

چې ځمادبڼ ښکلی ګل دمړاوی کړونه

زه ورو وروخپل قلم دارواښادپه وصف اوتوصیف باندې بسنه کوم اوخپل لیکنوته داستاد رشادصاحب په یوبیت باندې پای ته رسوم.

زمانه چې پرمداردکینې راسی

دادب پرمناروټکی پریـــباســی

شیرمحمد((ستانکزی))

نوشتن دیدگاه


Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn