په لوګرکې دمجاهدینو دبریالیتوب دویشتمه کلیزه ولمانځل شوه

دغوايي اتمه چې سمون خوري دمجاهدینو دبریالیتوب دویشتمې کلیزې سره، دغه ورځ پرون دغوايي په اتمه دهیواد ولایتونو په څیر دلوګرولایت په ښاروالۍ تالارکې دیوې شاندارې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په یاده غونډه کې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري، والی مرستیال محمدهاشم فیضي، ولایتي شورا رئیس ډاکټرعبدالولي وکیل، امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی، دڅلورمې پلې لیوأ قومندان جنرال عبدالرازق ساپی، دملي امنیت رئیس ډګروال نجم الدین شیرزاد، د دولتي ادارو رئیسانو، مجاهدینو،

جهادي قومندانانو، علماءوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، نظامي منسوبینو او ګڼ شمیرځوانانوپه کې ګډون کړي ؤ.  لوګروالی نیازمحمدامیري د غونډې ګډونوال ته يې  د مبارکۍ ترڅنګ وويل، دا د مجاهدينو قربانۍ وې، چې کمونیستي دولت لمنځه يي یوړل شو، شوروي اتحاد  دړې وړې او د کمونيزم مفکوره د تل لپاره محوه او د بطلان کرښه پرې راښکل شوه. والي  دپخواني شوروي په وړاندې دمجاهدينو کارنامې  وستايلې او دافغانستان له خلکو يې وغوښتل چې له دې وروسته دخپل هيواد په بياجوړولو او ابادولو کې ونډه واخلي. ورپسې دلوګرولایت څوتنو جهادي قومندانانو، علماء وو، قومي مشرانو ددې تاریخي ورځې په اړه ګډونوالوته ویناوې وکړې، هریوو دمجاهدینو سرښندنې اومبارزې دافغانستان اونړۍ تاریخ کې بې سارې وښودې، هغوی د هیواد په کچه دټولو مجاهدینوهڅې او زیارونه ته په اشارې سره وویل، دافغانستان دمجاهدينو له برکته د برلين دېوال ړنګ شو، شوروي اتحاد  ټوټې – ټوټې او زمونږ هېواد دسروپوځي لښکرو څخه آزاد کړل شول. په همدې توګه دښځو په استازولۍ  انجنیرزهره مطهر احمدزۍ دمجاهدینو په کارنامو او دجهاد په اړه خبرې وکړې، هغې دافغانستان ټولې ښځو څخه یادونه وکړه، چې په پوره توګه دنارینه و سره یوځای جهاد کړی دی، مجاهدینوته خوارکي توکي، دهغو کالي برابرول او هرراز مرستې ورسره کړي دي. وروسته ټولو ګډونوالو د دولتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې نور د افغانان دخلکو په خولې ونه غولیږي اودغه ناوریواو بدبختیو ته دپای ټکی کیښودل شي، ټول سره په خپلو کې یوالی او ورورګلوۍ غوره کړي. په یاده غونډه کې ځينو شاعرانو خپل هغه شعرونه چې زياتره دمجاهدينو دجهاد او دهغو دزيار ايستنې او سولې په ستاينه کې ليکل شوي ؤ ګډونوالوته ولوستل شو او په همدې سره غونډه پای ته ورسیده.

شیرمحمد(ستانکزی)

Submit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn